د کابل ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۴۰۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۲۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د کابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د وثایقو آمریتونو او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د ۱ /۵ /۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې (۴۴۰۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۲۴) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په یوه میاشت کې د جزائي دوسیو په برخه کې (۲۳۹۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په یوه میاشت کې د حقوقي دوسیو په برخه کې (۱۱۹۶) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په یوه میاشت کې د تجارتي دوسیو په برخه کې (۸۲۲) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۲۴) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
