د پکتیکا محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۴۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۳۶
د پکتیکا محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۴۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت، د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې د اجراآتو راپور په لاندې ډول شریک شوی دی:

په حقوقي برخه کې:

په محرم الحرام میاشت کې د پکتیکا ولایت محاکمو ته په مجموعي ډول (۲۱۰) حقوقي قضیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یوشمېر دوسیې تر کار لاندې وې.

له دې جملې څخه (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي،(۳۵) دوسیې فیصله شږې او (۱۳) دوسیې په سوله او ابراء سره حل شوې دي، پاتې دوسیې ترکارلاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په محرم الحرام میاشت کې د پکتیکا ولایت محاکمو ته په مجموعي ډول (۷۶)جزائي قضیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې تر کار لاندې وې.

له دې جملې څخه (۴)دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۷)دوسیې د سولې او ابراء په وسیله حل شوې او  پاتې نورې تر جریان لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۰۶) بېلا، بېلې وثیقې هم اجراء شوې دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی