د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ سردارمحمد (ابوالفیضان) صاحب د هدایت له مخې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د ۲۷ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټې، ۱۷مې ګڼې فرمان "د غايبو اشخاصو، مفقودینو او ساعین بالفساد، د منقول او غیر منقولو ملکیتونو اړوند" د تطبیق په موخه جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د کندهار ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مفتي حزب الله د مجاهدینو ترمنځ د اتحاد او یووالي اړوند ارزښتناکه وینا وکړه.
د غونډې په دوام د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس د مسؤولینو د اطاعت، په بیت المآل کې د خیانت نه کولو او د مشرتابه (حفظه‌الله تعالی) د پورته فرمان د تطبیق په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د یاد فرمان د تطبیق په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
غونډه په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۸) دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

په محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه

د سترې محکمې په اړوند ماتحت محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه پرون چهارشنبه (۳/۱۲/۱۴۴۷هـ ق) نېټه له (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه د سترې محکمې د اداري. . .

بیا په خبرونو کی