د هلمند ولایت اړوند محاکمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس تازه ګومارنې

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
د هلمند ولایت اړوند محاکمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس تازه ګومارنې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې، (۳۸۸) شمېره حکم په اساس د هلمند ولایت اړوند محاکمو کې د قضائي چارو د لا بهبود او چټکتیا په موخه لاندې تازه ګومارنې ترسره شوې دي:

  1. د مرافعه محکمې د مدني دېوان مخکنی رئیس مولوي عبدالغفور د جزاء دېوان  د مفتي په توګه.
  2. د مرافعه محکمې د جزاء دېوان مخکنی مفتی محترم مولوي غازي امان الله د مدني دېوان د رئیس په توګه.
  3. د مرافعه محکمې د مدني دېوان مخکنی محرر محترم مولوي محمد داود د ښاري ابتدائیه محکمې د ترافیکو دېوان د محرر په توګه.
  4. د شهری محکمې د ترافیکو دېوان مخکنی محرر محترم مولوي عبدالناصر د ناوې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د محرر په توګه.
  5. د ناوې ولسوالۍ مخکنی محرر محترم مولوي محمد جلال د مرافعه محکمې د مدني دېوان د محرر په توګه ټاکل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی