د پکتیکا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۰۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۷۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتیکا ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹ /۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۷۷) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د پکتیکا ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۹۸) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د پکتیکا ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۶۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتیکا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۷) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
