د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د درې څلوریښتمې مادې د (2مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبرورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظرکې لري د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د هدایت احسان لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمیره (D-57296)  ده او مرکزي دفتر یې دکابل ولایت په مرکز مرحوم حاجي ملک نورمحمد مارکیت کې موقعیت لري ، د (16646057) شپاړس میلیون، شپږسوه شپږ څلویښت زره او اوه پنځوس افغانیو په قیمت سره د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي اجرائیوي ریاست لپاره د (1) قلم کمپلود تدارک قرارداد وکړئ .
هرډول حکمي اوحقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو  له نېټې څخه تراوو (7) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په مانا نه ده، د پورته ذکرشوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۱۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د محاکمو د کاري وخت په اړه خبرتیا!

د محاکمو د کاري وخت د تعیین په هکله د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق نېټې د (۱ ج ۴۹۴) ګڼه حکم په اساس د هجري شمسي کال په دوهمو شپږو میاشتو کې «د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۴۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۷۳۳۲) جوړو نظامي یونیفورم د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۵۰۰) پایه مخابرو د تدارکاتو په . . .

Back to announcements