د کندهار د مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د خاکریز او غورک ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۳۱
د کندهار د مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د خاکریز او غورک ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې مرستيال محترم مولوي یحیی (منیب) او ورسره مل قضائي پلاوي په ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د خاکریز او غورک ولسوالیو ابتدائيه محاکمو له  قضائي او اداري اجراآتو څخه ليدنه وکړه.
یاد پلاوي د ليدنې په پیل کې د خاکریز او غورک ولسواليو د ابتدائیه محاکمو له قضائي او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه، ورپسې يې د یادو محاکمو له جزائي او حقوقي دوسيو او حاضرۍ څخه لیدنه وکړه چې چارې یې د اصولو مطابق روانې وې.
دغه راز ياد پلاوي د حقوقو له مديريتونو څخه هم ليدنه وکړه او د چارو د لا ښه‌والي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ليدنه کې دغه قضائي پلاوي د یادو ولسواليو له مسؤولينو سره هم وکتل او د محاکمو او نورو ادارو ترمنځ په لا ښې همغږۍ يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۰ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان. . .

بیا په خبرونو کی