په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ابتدائیه محکمې رئيس، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، ولسوال، امنيه قوماندان، نورو مسؤولينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
