د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۴۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۸ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۴۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام پر هدایت جوړ شوی، چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې وي او یادو وثیقو د ترتیب پر مهال په سمه توګه نه وي ډکې شوې، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.
