د کندهار د مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د خاکریز او غورک ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې مرستيال محترم مولوي یحیی (منیب) او ورسره مل قضائي پلاوي په ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د خاکریز او غورک ولسوالیو ابتدائيه محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه ليدنه وکړه.
یاد پلاوي د ليدنې په پیل کې د خاکریز او غورک ولسواليو د ابتدائیه محاکمو له قضائي او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه، ورپسې يې د یادو محاکمو له جزائي او حقوقي دوسيو او حاضرۍ څخه لیدنه وکړه چې چارې یې د اصولو مطابق روانې وې.
دغه راز ياد پلاوي د حقوقو له مديريتونو څخه هم ليدنه وکړه او د چارو د لا ښهوالي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ليدنه کې دغه قضائي پلاوي د یادو ولسواليو له مسؤولينو سره هم وکتل او د محاکمو او نورو ادارو ترمنځ په لا ښې همغږۍ يې ټينګار وکړ.