د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د کندهار ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۵۴
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د کندهار ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په ۱۸/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په داسې حال کې چې د کندهار ولايت د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو ټولو قضائي غړو شتون درلود؛ له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب له قضائي غړو سره غونډه وکړه؛ یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه.
ورپسې محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب د ناستې ټولو ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ټول قضائي او اداري کارونه د اصولو مطابق په ټاکلي وخت کې ترسره کړئ، ترڅو د خلق الله کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.
محترم شيخ صاحب حاضرینو ته هدایت وکړ چې  له اصحاب دعوی سره بې پرې او نېک چلند وکړئ او کارونه يې له ټاکلي وخت مخکې ورته اجرا کړئ.
دغه راز د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات د یادې محکمې ټولو قضائي او اداري منسوبینو ته په ټاکلي وخت د اصولو مطابق د چارو ترسره کولو په اړه لازم هدایات وکړل؛ د محکمې د اړتیاوو په تړاو یې د ګډونوالو غوښتنې واورېدې او د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.
 د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) خبرې وکړې او په خپله وینا کې محترم قاضي القضات صاحب ته د اړوند محاکمو د قضائي او اداري اجراآتو د ښه سمون او پر وخت د سرته رسولو ډاډ ورکړ.
د کندهار مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، وخت پر وخت له ټولو ماتحت محاکمو نه څارنه او هيئتي کېږي، د دوی قضائي او اداري اجراآت څېړل کېږي او لازمې توصیې او لارښوونې ورته کېږي.
د غونډې په وروستيو کې د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د قضاتو غوښتنې او نظرونه واورېدل.
 غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د کندهار ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په ۱۸/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په داسې حال کې چې د کندهار ولايت د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو ټولو قضائي غړو شتون درلود؛ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۳۸
Background image

د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست له درې میاشتني روزنیز پروګرام څخه (۲۱۹) علماء کرام فارغ شول

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د سترې محکمې قضائي برخه کې د خدمت مخکښو متقاضیانو ته د ظرفیت لوړونې له جوړ شوي درې میاشتني روزنیز پروګرام څخه د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست یوه شپږ کسیز پلاوي د جنوب او مرکزي زونونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

 د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول، دعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو ګډ شپږ کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) په مشرۍ د روان۱۴۴۶. . .

بیا په خبرونو کی