د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست یوه شپږ کسیز پلاوي د جنوب او مرکزي زونونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول، دعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو ګډ شپږ کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) په مشرۍ د روان۱۴۴۶ هـ ق کال شعبان المعظم د میاشتې په ۸ مه نېټه د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست ذکر شوي پلاوي په دې لیدنه کې د جنوب زون اړوند کندهار، زابل، ارزګان، هلمند ولایتونو او د مرکزي زون اړوند غزني، بامیان، دایکندي، او میدان وردګ ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمانونو، د ریاست الوزراء محترم مقام او سترې محکمې عالي مقام د هدایاتو د تطبیق، د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د تالاشۍ له بهیر، اکمال او توزیع، د پرسونل له حاضرۍ، ۲۴ ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ د مجاهدینو د ښه خدمت کولو څخه د قدرداني په موخه ځانګړي ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړې او په راتلونکي کې د لا ښه خدمت کولو په موخه ځینې مشورې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو، والیانو، د استخباراتو له رئیسانو او امنیه قوماندانانو، سره هم د همغږۍ يووالي او همکاريو د لا ټینګښت لپاره اړینې ناستې ترسره کړې.
د یاد پلاوي دغه له لاسته راوړنو ډک سفر د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۹ مه نېټه پای ته ورسېد.