د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۲۲
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو او دعوت او ارشاد آمرينو، د وثايقو او اسنادو د ثبت آمریت قضائي غړو، د اختصاصي محکمې قاضي او قضائي غړو، د مفرزه قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.

غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان محرر مولوي محمدصابر (صدیقي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټول قضائي او اداري پرسونل ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې پر اهمیت يې خبرې وکړې.

د مرافعه محکمې رئيس وویل، په هره محکمه یا دېوان کې که کومه ستونزه وي، باید دلته يې یادونه وشي، ترڅو یادې ستونزې ته حللاره پیدا شي.

 د مرافعه محکمې رئيس مسؤولينو ته لاندې لارښوونې وکړي:

  1. دوسیې په ټاکلي وخت فیصله کوئ، کله چې حکم ابلاغ شي، باید جانبینو ته په ټاکلي وخت د مرافعې او تمیز وخت ورکړل شي.
  2. د محاکمو ټول اداري، خدمتي او نظامي کسان دې د دعوت او ارشاد درسونو ته حاضرېږي.
  3. کوم عارض او یا معروض چې غريب او بېوسه وي، د صورت الدعوی او دفع الدعوی پیسې ونلري او محاکمو ته راغلی وي، هغه باید د عدلیې ریاست ته په مکتوبي ډول ولېږئ؛ ځکه د عدلیې په ریاست کې صورت الدعوی او دفع الدعوی ورته په وړیا ډول جوړوي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئيس ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته له نورو امارتي ادارو سره پر ښو اړیکو، د حاضرۍ پر پابندۍ او مراجعینو سره پر نېک چلند ټینګار وکړ.

غونډه د اختصاصي محکمې د رئيس مولوي امان الله لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۴
Background image

د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

د غزني زون نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب، د قتل یوه موضوع، چې پنځه کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوې مجرمې او متهمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم او زنا په تور، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۳
Background image

په خوست ولايت کې (۸) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۸) کسانو ته د نشه‌يي توکو د پلور په جرم؛ نن چهارشنبې (۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې یاد. . .

بیا په خبرونو کی