د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه
د روزګان ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو او دعوت او ارشاد آمرينو، د وثايقو او اسنادو د ثبت آمریت قضائي غړو، د اختصاصي محکمې قاضي او قضائي غړو، د مفرزه قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان محرر مولوي محمدصابر (صدیقي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټول قضائي او اداري پرسونل ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې پر اهمیت يې خبرې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس وویل، په هره محکمه یا دېوان کې که کومه ستونزه وي، باید دلته يې یادونه وشي، ترڅو یادې ستونزې ته حللاره پیدا شي.
د مرافعه محکمې رئيس مسؤولينو ته لاندې لارښوونې وکړي:
- دوسیې په ټاکلي وخت فیصله کوئ، کله چې حکم ابلاغ شي، باید جانبینو ته په ټاکلي وخت د مرافعې او تمیز وخت ورکړل شي.
- د محاکمو ټول اداري، خدمتي او نظامي کسان دې د دعوت او ارشاد درسونو ته حاضرېږي.
- کوم عارض او یا معروض چې غريب او بېوسه وي، د صورت الدعوی او دفع الدعوی پیسې ونلري او محاکمو ته راغلی وي، هغه باید د عدلیې ریاست ته په مکتوبي ډول ولېږئ؛ ځکه د عدلیې په ریاست کې صورت الدعوی او دفع الدعوی ورته په وړیا ډول جوړوي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته له نورو امارتي ادارو سره پر ښو اړیکو، د حاضرۍ پر پابندۍ او مراجعینو سره پر نېک چلند ټینګار وکړ.
غونډه د اختصاصي محکمې د رئيس مولوي امان الله لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
