د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۲۲
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو او دعوت او ارشاد آمرينو، د وثايقو او اسنادو د ثبت آمریت قضائي غړو، د اختصاصي محکمې قاضي او قضائي غړو، د مفرزه قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.

غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان محرر مولوي محمدصابر (صدیقي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټول قضائي او اداري پرسونل ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې پر اهمیت يې خبرې وکړې.

د مرافعه محکمې رئيس وویل، په هره محکمه یا دېوان کې که کومه ستونزه وي، باید دلته يې یادونه وشي، ترڅو یادې ستونزې ته حللاره پیدا شي.

 د مرافعه محکمې رئيس مسؤولينو ته لاندې لارښوونې وکړي:

  1. دوسیې په ټاکلي وخت فیصله کوئ، ‎کله چې حکم ابلاغ شي، باید جانبینو ته په ټاکلي وخت د مرافعې او تمیز وخت ورکړل شي.
  2. د محاکمو ټول اداري، خدمتي او نظامي کسان دې د دعوت او ارشاد درسونو ته حاضرېږي.
  3. کوم عارض او یا معروض چې غريب او بې‌وسه وي، د صورت الدعوی او دفع الدعوی پیسې ونلري او محاکمو ته راغلی وي، هغه باید د عدلیې ریاست ته په مکتوبي ډول ولېږئ؛ ځکه د عدلیې په ریاست کې صورت الدعوی او دفع الدعوی ورته په وړیا ډول جوړوي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئيس ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته له نورو امارتي ادارو سره پر ښو اړیکو، د حاضرۍ پر پابندۍ او مراجعینو سره پر نېک چلند ټینګار وکړ.

غونډه د اختصاصي محکمې د رئيس مولوي امان الله لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

محاکم ولایت هرات طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۵۲۳) دوسیه، به تعداد (۶۶۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

 خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولایت هرات، دواوین مرافعه، وثایق، ابتدائیۀ شهری، ابتدائیۀ ولسوالی‌ها و محکمه اختصاصی از تاریخ (۱۶ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) در بخش‌های حقوقی، جزائی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۷
Background image

محاکم ولایت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۹۴) دوسیه، به تعداد (۱۴۱) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری، نظامی زون غور و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت غور طی دو هفته (‎از ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۲۹۴) دوسیه، به تعداد (۱۴۱) قطعه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲۱
Background image

به تلاش مسئولین محکمه مرافعه ولايت پنجشیر قضيه قتل حل و فصل شد

به سعی و تلاش محترم مولوی محمد عثمان (عامر)، رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر و محترم مولوی کمال‌الدین «حامد» رئیس محکمه ابتدائیه ولسوالی حصه اول، با اشتراک قضات و منسوبین محکمه. . .

بازگشت به اخبار