په ننګرهار ولايت کې (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۸
په ننګرهار ولايت کې (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري او لعلپورې ولسوالۍ ابتدائيه محاکمو د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون (۱۴) کسانو ته له کوره د تېښتې او شراب خرڅولو په جرم او د لواطت او غلا په تور، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو دغه مجرمین او متهمین پر ۳۹ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو کسانو تطبيق شوې. 
په دې موخه جوړه شوو غونډو کې چې د محاکمو د قضائي او اداري غړو سربېره په کې د نورو امارتي ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود، د تعزیري سزاګانو د تطبیق پر ګټو او ارزښت تفصیلي خبرې وشوې.
او یادې غونډې د دعاء په ویلو پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۸
Background image

په ننګرهار ولايت کې (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري او لعلپورې ولسوالۍ ابتدائيه محاکمو د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون (۱۴) کسانو ته له کوره د تېښتې او شراب خرڅولو په جرم او د لواطت او غلا په تور، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱
Background image

د خوست ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۲) وث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۵۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی