په ننګرهار ولايت کې (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ننګرهار ولايت ښاري او لعلپورې ولسوالۍ ابتدائيه محاکمو د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون (۱۴) کسانو ته له کوره د تېښتې او شراب خرڅولو په جرم او د لواطت او غلا په تور، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو دغه مجرمین او متهمین پر ۳۹ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو کسانو تطبيق شوې.
په دې موخه جوړه شوو غونډو کې چې د محاکمو د قضائي او اداري غړو سربېره په کې د نورو امارتي ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود، د تعزیري سزاګانو د تطبیق پر ګټو او ارزښت تفصیلي خبرې وشوې.
او یادې غونډې د دعاء په ویلو پای ته ورسېدې.
