د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۰۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۳۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۳
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۰۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۳۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۶۰۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۳۳) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۲۲۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۶۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۳) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په زابل ولایت کې (۱۹) مجرمينو او متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون (۱۹) کسانو ته د غلا، زنا او لواطت په تور او نامشروع اړيکو په جرم، نن دوشنبه (۲۶/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج شيخ غلام الله (عادل)؛ د عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او ورسره مل پلاوي په ملتیا، په ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په مشرۍ؛ په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د ټولو ابتدائیه محاکمو، مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو دېوانونو او اختصاصي محکمې. . .

بیا په خبرونو کی