د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۶
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ)، شيشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر دوو کالو او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۵ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ)، شيشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
1-    د دویمې ربعې په جریان کې د مرکزي تمیز عالي ریاست د تېرې ادارې اړوند (۴۱۲). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

د پکتيکا ولايت دنکه او مټاخان ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷هـ ق د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د څلورو قومونو ترمنځ. . .

بیا په خبرونو کی