د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۳۰۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۴۳
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۳۰۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۰۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په جزائي برخه کې:

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۶۳۹) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۱۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۱۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

۲ـ په حقوقي برخه کې:

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۲۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۹) دوسیې فیصله شوې،(۴۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

۳ـ په تجارتي برخه کې:

 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۷۹) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۳۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

محاکم ولایت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثایق، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سمنګان طی دو هفته (از ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۳ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال ابوالاعجاز مفتي محمد مبین (الطاف)؛ د کابل ولایت د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره، په ۱۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وکړه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۹۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۹۷) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی