په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۰
په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

د پکتيکا ولايت دنکه او مټاخان ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷هـ ق د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د څلورو قومونو ترمنځ اتیا کلنه شخړه او بله د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د شخړې موضوع (۸۰) کاله مخکې د څلورو قومونو (اندرخېلو، مردک خېل، کڼي خېلو او شمرود) ترمنځ د ځمکې په سر د جنجال  له امله رامنځته شوې وه او بله موضوع د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې وه، چې يو کس په کې وژل شوی و.
یاد موضوعات ابتدائیه محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول، ورپسې مسؤولينو او قومي مشرانو یاد طرفونه سولې ته وهڅول، له ډېرو هڅو او ترغيب وروسته يې سولې ته غاړه کېښوده.

د شخړې او قتل یاد موضوعات د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ یو بل ته تر بخښنې وروسته په رسمي ډول پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۳
Background image

په خوست ولايت کې (۸) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۸) کسانو ته د نشه‌يي توکو د پلور په جرم؛ نن چهارشنبې (۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو او دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله. . .

بیا په خبرونو کی