د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۵۵
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۴۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۷۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ)، شيشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
1-    د دویمې ربعې په جریان کې د مرکزي تمیز عالي ریاست د تېرې ادارې اړوند (۴۱۲). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

د پکتيکا ولايت دنکه او مټاخان ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷هـ ق د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د څلورو قومونو ترمنځ. . .

بیا په خبرونو کی