د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۱۳
د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم عبیدالله (سلیم) په مشرۍ د یاد ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو، د وانټ وایګل ولسوالۍ مفتي عبدالرزاق، د ښاري محکمې رئيس مولوي محمد سعید (احمدي)، د دېوانونو رئیس صاحبانو او قضاتو په ګډون په ۱۹/۴/۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته وشوه.
ناسته د قرآنکريم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس قضاتو ته د وينا په ترڅ کې د حاضرۍ په پابندۍ، په ټاکلي وخت قضایاوو ته پر رسېدنه، له مراجعینو سره په غوره چلند، په اجراآتو کې پر شفافیت، د شرعي اصولو پر مراعاتولو او ور سپارل شوو مسؤولیتونو ته د شریعت په رڼا کې پر رسېدنه ټینګار وکړ.
ورپسې ګډونوالو په خپل وار سره د قضاء دندې او مسؤولیت په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې او د يو بل په همغږۍ سره د اړوند موضوعاتو په اړه پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۳۰ /۲ /۱۴۴۸هـ ق د دوو کورنیو تر منځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۶
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، آمرینو، د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس او اړوند دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲۱/ ۲/. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۹ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه،. . .

بیا په خبرونو کی