د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه
د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۳۰ /۲ /۱۴۴۸هـ ق د دوو کورنیو تر منځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، ورپسې د مسؤولینو په هڅو دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او جانبینو هم قبوله کړه.
د مسؤولینو په هڅو، د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب یاده د قتل موضوع حل او فصل شوه، شته دښمني یي په دوستۍ بدله شوه او موضوع یې رسماً پای ته ورسېده.
