محترم مولوي بهاوالحق د پکتيکا د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۷
محترم مولوي بهاوالحق د پکتيکا د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

د پکتیکا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم مولوي بهاوالحق په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یادې محکمې قضاتو او اداري کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
 په دې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)، د ښاري محکمې مخکني رئیس مولوي محمد اشرف (ابوخالد)، د یادې محکمې قضاتو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ښاري محکمې مخکني رئیس وینا وکړه، نوي رئیس ته یې د یادې محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو ستاینه وکړه او په کارونو کې د اخلاص، صداقت او همکارۍ په اړه ډاډ او اطمینان ورکړ.
ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ښاري محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووايه، د پخواني رئیس د کارونو ستاینه یې وکړه وويل، مسؤولیت ته باید د غنیمت په سترګه ونه کتل شي او نه ورته غنیمت وویل شي، هر مسؤول باید په پوره ډاډ، صداقت او امانتدارۍ سره خپل ورسپارل شوی مسؤولیت ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه قضاء یو دروند مسؤولیت او عبادت دی، د قضاء د مسؤولیت ترسره کولو پر مهال باید ټول مصروفیتونه او کارونه پرېښودل شي، خپل قضائي کارونه په اخلاص او صداقت ترسره شي.
د مرافعه محکمې رئيس وويل، امارت د الله (جل جلاله) لوی احسان دی، چې ملت ته يې ور په برخه کړی دی، د دغه نعمت باید شکر ادا شي.
د غونډې په وروستيو کې د ښاري محکمې نوي رئیس ته د بریا او کاميابۍ دعا وشوه او غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۰۷) دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی