د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې تقویې په موخه، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۵مه نېټه غونډه وشوه.
یاده غونډه چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوی چارو ریاست رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا ذهین، د ملکي محاکمو د امنيتي قطعاتو قوماندان مولوي مطیع الله (فاروقي)، اداري او تأمیناتي مرستيال فرید احمد (همت)، د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) او ځینو نورو مسؤولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د ښه خدمت کولو ستاینه وکړه، همدا راز یې د دندو د لاښه ترسره کولو لپاره مسؤولینو ته تفصیلي خبرې وکړې وویل، د مسؤولیتونو د ښه ادا کولو لومړی شرط خپل مسؤولیت ته پابندي، د مسؤولینو ترمنځ یووالی، همکاري او همغږي ده، که غواړئ چې مسؤولیتونه مو په آسانه او سالمه توګه ترسره کړئ، نو له الله (جل جلاله) څخه توفیق وغواړئ او خپل یووالی، اتحاد او همغږي وساتئ.  
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۰۷) دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی