د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له اجراآتو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۵:۲۰
د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له اجراآتو څخه لیدنه وکړه

په ۴ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي موسی کلیم "عاصم" د یاد ولایت د ښاري محکمې له ټولو دېوانونو څخه لیدنه تر سره کړه او د دوی قضائي او اداري اجراآت یې له نږدې ولیدل. د مرافعه محکمې رئیس په نوبت سره له جزا، مدني، عامه امنیت او ترافیکي پېښو دېوانونه له نږدې ولیدل او د یادو دېوانونو د فعالیتونو او کړنو څخه يې کتنه وکړه. نوموړي د حاضرۍ ، اندراج، واردې صادرې، رسیداتو، کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې د غوره او پر وخت اجراآتو هدایت وکړ. ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او د یادو فیصلو او اجراآتو په اړه د مرافعه محکمې رئیس له دوی سره خپل نظر شریک کړ. د ارزیابۍ په پای کې د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسؤولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو دعا وکړه. د ښاري محکمې قضائي منسوبینو یاد راتګ مثبت وګاڼه او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه چې تل یې دوی خپلو دندو ته تشویق کړي او د اړتیا پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۸۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۴ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

بیا په خبرونو کی