د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۴ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۹۵) حقوقي دوسیې راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۷۲) جزائي دوسیې راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۶) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۹) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
