د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښهوالي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، چې د قضائي تفتیش په عمومي ریاست کې جوړه شوې وه، د یاد ریاست قضائي غړو او د تحریراتو آمر مولوي محمد امین (ندیم) ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ګډونوالو په هغو لارو چارو تفصیلي خبرې او بحث وکړ، چې د یاد ریاست چارو ته په ښه ډول پرې رسېدنه کېږي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د ټولو ولایتونو د محاکمو له کړنو د تفتیش او ارزونې، د یاد ریاست د چارو د لا ښهوالي، غوره مدیریت، مراقبت، نظارت، انسجام، قضائي او اداري کړنو په اړه له یو بل سره خپلې ګټورې مشورې شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې یاده غونډه هره پنجشنبه د قضائي او اداري کړنو د نظارت او چټکتیا په موخه په دوامدار ډول ترسره کېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
