د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۲
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې په موخه غونډه وشوه. 
په دې غونډه کې، چې د قضائي تفتیش په عمومي ریاست کې جوړه شوې وه، د یاد ریاست قضائي غړو او د تحریراتو آمر مولوي محمد امین (ندیم) ګډون درلود.  
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ګډونوالو په هغو لارو چارو تفصیلي خبرې او بحث وکړ، چې د یاد ریاست چارو ته په ښه ډول پرې رسېدنه کېږي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د ټولو ولایتونو د محاکمو له کړنو د تفتیش او ارزونې، د یاد ریاست د چارو د لا ښه‌والي، غوره مدیریت، مراقبت، نظارت، انسجام، قضائي او اداري کړنو په اړه له یو بل سره خپلې ګټورې مشورې شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې یاده غونډه هره پنجشنبه د قضائي او اداري کړنو د نظارت او چټکتیا په موخه په دوامدار ډول ترسره کېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات جلسه رؤسای دواوین دایر گردید

تحت رهبری محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، به تاریخ 3 /5 /1448 هـ ق جلسه رؤسای دواوین دایر ګردید.
 جلسه با تلاوت چند آیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لوگر از محکمه ابتدائیه ولسوالی چرخ آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج شیخ محمد گلاب (فاروقی) رئیس محکمه مرافعه ولایت لوگر؛ با همراهی مولوی فضل‌الرحیم (عابد) رئیس دیوان جزای محکمه مرافعه و مفتی سید منظورالحق (دیوبندی) عضو قضائی ریاست دیوان جزای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

تحت رهبری سرپرست محکمه مرافعه ولایت پروان جلسه دایر گردید

تحت رهبری محترم الحاج مولوی عبدالصمد (فیاض) سرپرست محکمه مرافعه ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان های مرافعه و شهری، آمرین ثبت اسناد و وثایق و حقوق، به تاریخ 2 /5 /1448 هـ ق جلسه قضائی. . .

بازگشت به اخبار