د قضائي تعلیماتو په ریاست کې د پکتيا او باميانو ولایتونو ۱۰۶ تنو قضاتو ته علمي او تربيتي سيمينار‌ ورکړل شو.

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۵۷
د قضائي تعلیماتو په ریاست کې د پکتيا او باميانو ولایتونو ۱۰۶ تنو قضاتو ته علمي او تربيتي سيمينار‌ ورکړل شو.

 

 

نن دوشنبه ۱/۱۲/۱۴۴۴ ھ.ق نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو ریاست له لوري د روان ۱۴۴۴ ھ.ق کال د ذوالقعدې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ  د قضائي تعلیماتو ریاست په تالار کې د پکتیا او بامیان  ولایتونو د مرافعه  محکمې، ښاري محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررینو لپاره علمي او تربیتي سیمینار پیل شو.

په دغه سیمینار کې د مسلکي استادانو له لوري نوموړو ته په قضائي  او اداري برخه کې پراخ معلومات ورکړل شول.

ياد سیمینار چې پوره لس ورځې یې  دوام وکړ، په ترڅ کې یې اداري اصولنامه، حقوقي اصولنامه، معین القضاة والمفتیین  او د رهنمايي وثائق مهمې برخې درساً وویل شوې، او همداراز د اسنادو او وثیقو، عریضو اوجلب پاڼو، صورت دعوی ، دفع دعوی او فیصلو لیکلو  شرائط، د اشتباه موارد اوګڼ نور اړین قضائي او اداري معلومات ورسره شریک شول.

 

په دې سربېره په نوموړو د قضاء په برخه کې عملي کار هم ترسره شو چې د مختلفو موضوعاتو او مثبته اسبابو په نظر کې نیولو سره یو شمېر مکملې فیصلې  پرې مطالعه او ولیکل  شوې.

 

یاد سیمینار نن د ذوالحجې د میاشتې په  لومړۍ نېټه د یو لړ مهمو توصیو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د اداري چارو د لا ښه تنظیم او مؤثریت په موخه، د (۱۴۰۵) مالي کال لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۳
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند هلمند ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يو هيئت؛ چې مفتي محمد اسلام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو (۷۰) کلنه شخړه حل شوه

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د دوو کلیو ترمنځ د ویالې په سر (۷۰) کاله مخکې رامنځته شوې شخړه او جنجال، په. . .

بیا په خبرونو کی