د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه نېټه د لومړي زون اړوند پروان ولایت ته د رسمي سفر پر مهال، د یاد ولایت د ملکي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.
د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت د یادو محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
دغه راز نوموړي د ملکي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤولینو او مجاهدینو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، له علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د رسمي نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو؛ نو باید هڅه وکړو، چې را سپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.
هغه زیاته کړه، زموږ او ستاسو لپاره معیار د اسلام مبارک دین احکام دي، د اسلامي احکامو مطابق له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړئ او له سمت‌پالنې، ژبني تعصب او قوم‌پرستۍ څخه ځانونه وساتئ. تر هغو چې موږ متحد یو، د اسلام د مبارک دین پر احکامو عمل کوو او خپل اخلاص او یووالی ساتو، د الله تعالی په مرسته به بریالي یو او د هغه نصرت به زموږ مل وي؛ خو که خدای مه کړه، موږ خپل ځانونه د نفساني غوښتنو تابع کړل، نو له ستونزو سره به مخ شو او د بریا زمینه به له منځه ولاړه شي. له همدې امله، زموږ ټولو مسؤولیت دی، چې د اسلامي ارزښتونو، ورورولۍ، یووالي او متقابل احترام ساتنه وکړو، ترڅو د الله تعالی رضا او نصرت ترلاسه کړو.
نوموړي څرګنده کړه، چې دا نظام د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مجاهدینو په بې‌درېغه قربانیو تر دې ځایه راغلی، د نظام د لا مستحکم کېدلو لپاره به پر ځان د مسؤولیت احساس پیاوړی کوو، د خپلو دندو په ترسره کولو کې به لا زیات اخلاص، جدیت او هڅه کوو او د اسلامي نظام د ساتنې لپاره به د تېر په څېر هر ډول قربانۍ ته چمتو یو.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت به د لومړي زون اړوند پاتې ولایتونو ته هم سفر وکړي، هلته به د محاکمو له مسؤولینو سره د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه پر هر اړخیزو خبرو سربېره د امنیتي او اجرائیوي  قطعاتو چارې له نږدې وګوري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی