د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «خنجرخېلو» په کلي کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو کورنیو ترمنځ مخالفتونه او دښمني رامنځته شوې وه.
دغه قضیه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت سره وڅېړل شوه؛ د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د دواړو لوریو لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ په دغه غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به دواړه کورنۍ په پوره امن او سوله کې ژوند کوي او لس کلنه پخوانۍ موضوع یې په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د دغه اقدام مننه او ستاینه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۱۵۹) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۹) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
۱-. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د تخار ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي، د محترم مفتي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ، چې مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي مطیع الحق (اصف) یې غړیتوب درلود، د سترې محکمې عالي مقام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۳۷
Background image

د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست (۲۵) کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار ورکړل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د اجراآتو اروزنې او ظرفیت لوړونې ریاست له‌خوا د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست. . .

بیا په خبرونو کی