د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۲
د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي محمود سيد (مخلص)؛ په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئیس مولوي عبدالله (عمري) لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مختاري) نوي رئیس صاحب ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې نوي رئیس د قضاء اهمیت او عدالت په اړه خبرې وکړې، قضاتو ته په خطاب یې وویل، په فیصلو کې به د خواهشاتو تابعداري نه کوئ، اصولو ته پابند اوسئ، د خپل صلاحیت مطابق اجراآت کوئ او د ستونزې پر مهال مشوره کوئ.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې پخواني رئيس د یاد ولایت د قضائي غړو او اداري کارکوونکو څخه خوښي څرګنده کړه او ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته يې د نوي رئیس د اطاعت کولو په اړه ټینګار وکړ.
غونډه د مرافعه محکمې د پخواني رئیس لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست په لومړۍ ربعه کې مجموعًا (۱۱۸۴) موضوعاتو او عريضو ته له اصولو سره سم رسېدنه کړې ده، چې په دې کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۶۱۵) موضوعات، د استهداآتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۵۹
Background image

د زابل ولایت محاکمو په یوه میاشت ‎کې (۴۱۶) حقوقي او جزائي دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثیقې هم اجرا کړې دي.

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر   ۳۰ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۱۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص) په مشرۍ، د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس، امنیه قوماندان، د فرمانونو او حکمونو. . .

بیا په خبرونو کی