د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس له ایران څخه د را انتقال شویو بندیانو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۸
د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس له ایران څخه د را انتقال شویو بندیانو څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې عالي مقام د هدایت پر اساس د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد)؛ په ۲۸ / ۵ /۱۴۴۷هـ ق نېټه «څرخي‌پله» زندان کې له ایران څخه د را انتقال شویو بندیانو څخه ليدنه وکړه او .
د مرافعه محکمې رئيس د بندیانو قضیې په دقت سره وڅېړلې او خپل راپور یې د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندې کړ، څو د اصولو مطابق د دغه بندیانو د آزادۍ یا د بند په موده کې د تخفیف په اړه يې پرېکړه وشي.  
د یادې ليدنې موخه د عدلي او قضائي خدماتو په وړاندې کولو کې شفافیت، د بندیانو د حقونو د رعایت او د عدالت تحقق وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵). . .

بیا په خبرونو کی