د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې او (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې او (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۳۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې په ریاست کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو دوسيو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي چارو له مرستیال مولوي عبدالرحمن (قاسمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی