د ميدان وردګ او غور ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۳۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۱:۳۴
د ميدان وردګ او غور ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۳۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د ميدان وردګ او غور ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د ميدان وردګ او غور ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۱۰) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۰۶) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۷۸) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د ميدان وردګ او غور ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۲۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۲) دوسيې تطبيق شوې، (۱) دوسيه محاکمو ته لېږل شوې، (۸) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۹۷) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی