د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه يو ورځنی سیمینار جوړ شو.
یاد سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو؛ ورپسې د دفتر رئيس ګډونوالو ته هرکلی ووایه او له ټولو اداري کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلې دندې په صداقت، مسلکیتوب او پر وخت ترسره کړي، څو اداري چارې په منظم او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.
د غونډې په دوام د تمیز عالي ریاست د تحریراتو آمر محترم عصمت‌الله (عاصم) د ملکي خدمتونو د کارکوونکو کاري پلان، د اجراآتو د ارزونې او د سترې محکمې د راپور فورمونه ګډونوالو ته وړاندې کړل او بېلا بېلې برخې یې په تفصیلي او واضح ډول تشرېح کړې. 
نوموړي څرګنده کړه چې دا پلان د ادارې د فعالیتونو د منظم کولو، د اجراآتو د ارزونې او د مسؤولیتونو د دقیق وېش لپاره یو مهم او بنسټیز سند دی.
همداراز د پلان په تشرېح کې ټینګار وشو چې هره څانګه مکلفه ده، چې خپل کاري فعالیتونه د همدې پلان له مخې تنظیم کړي، راپورونه پر وخت او دقیق وړاندې کړې او د دوسیو، مکتوبونو او عریضو په برخه کې لازم اجراآت په سمه او عادلانه توګه ترسره کړي.
یاد سیمینار د دعاء په ویلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

محاکم ولایت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثایق، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سمنګان طی دو هفته (از ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۳ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال ابوالاعجاز مفتي محمد مبین (الطاف)؛ د کابل ولایت د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره، په ۱۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وکړه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۹۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۹۷) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی