د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۲
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د قضائي چارو د پياوړتیا، د دوسیو د حل، دندو ته د پابندۍ، مفرزه قطعې درسونو او یو شمېر نورو قضائي او اداري موضوعاتو د بحث په موخه، په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته يې کړه، د نن غونډه د قضائي چارو د پیاوړتیا او اړونده موضوعاتو په اړه ده.
ورپسې د قضائي چارو د لا تقویې او په دې برخه کې د شفافیت لوړولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
په یاده غونډه کې د عدلي او قضائي ادارو ترمنځ پر ښو اړيکو او لا ښې همغږۍ د ټينګار ترڅنګ، دوسیو ته د اصولو په رڼا کې پر ژر رسېدنې خبرې وشوې.
دغه راز په غونډه کې ټينګار وشو چې باید د عدالت اصل رعایت شي؛ د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په حاضرۍ او نورو مهمو مواردو بحث او خبرې وشوې.
 غونډه د عاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د صفرالمظفر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په جریان کې د (۱۰۰) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي چې په دې کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د قضائي چارو د پياوړتیا، د دوسیو د حل، دندو ته د پابندۍ، مفرزه قطعې درسونو او یو شمېر نورو قضائي او اداري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۵۹
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس او د یادې محکمې د. . .

بیا په خبرونو کی