د غزني د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د یاد ولايت د قره باغ او ګيرو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۱۱
د غزني د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د یاد ولايت د قره باغ او ګيرو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مولوي محمد مبین (الطاف) په ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولايت د قره باغ او ګيرو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنو کې د مرافعه محکمې رئيس د یادو ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
ورپسې په يادو ولسواليو کې د دوه پېچلو موضوعاتو په اړه د يادو ولسوالیو له قضائي غړيو سره ناسته وشوه، د دوسیو د ورقو دقیقه پلټنه وشوه او د هرې موضوع دواړو لوریو ته اصولي مرجع تعین او هغوی ته قناعت ورکړل شو.
د مرافعه محکمې رئيس په دې ليدنو کې د دوو مهمو او پيچلو موضوعاتو په اړه هر اړخيزه پلټنه وکړه او د يادو موضوعاتو د حل په موخه يې يو پلاوی تعين کړ او دواړو طرفينو ته قناعت ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی