د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه (۹۹) مجاهدین فارغ شول

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۴۳
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه (۹۹) مجاهدین فارغ شول

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضی الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه په شپږمه دوره کې په ۸ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه، (۹۹) مجاهدین فارغ شول.
د یادو مجاهدینو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه چې د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، اداري او تامیناتي مرستيال محترم قاري فرید احمد (همت)، د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) او نورو مسؤولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست کارکوونکي مولوي ګل زمان (ذوالفقار) خپلو دندو ته د توجه او مشرانو د اطاعت اړوند خبرې وکړې وویل، تاسو ټول مجاهدینو ته ډېر دروند مسؤولیت درسپارل شوی دی، هڅه وکړئ چې درسپارل شوي مسؤولیتونه د مشرانو د هدایت او امر په رڼا کې ترسره کړئ.
نوموړي زیاته کړه، د امیرانو په اطاعت کې خیر او برکت دی، بناءً له تاسو ټولو فارغو شوو مجاهدینو مې هیله داده چې همېشه د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ.
ورپسې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندانۍ د دفتر آمر الحاج مولوي عصمت الله د عقیدوي، مسلکي او نظامي زده کړو څخه فارغو مجاهدینو ته یې مبارکي ورکړه وویل، ټول مسؤول مجاهدین او منسوبین مکلف دي چې ځانونو د نبي کریم (صلی‌الله علیه وسلم) د سنتو مطابق جوړ کړي، د اسلامي نظام ساتلو لپاره له هر ډول امکاناتو ګټه واخلي او په دغه لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شي. 
غونډه فارغو مجاهدینو ته تر تصدیق پاڼو ورکولو وروسته په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی