د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو آمريت قضائي غړو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د مفرزه قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۱۴ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټولو قضائي او اداري غړو ته ښه راغلاست ووايه زیاته یې کړه، کله چې د مراجعینو عریضه له مرافعه محکمې څخه احکام شوه، تاسو یې ستونزه ور حل کړئ، که ستونزه یې مخکې حل شوې وي، د عریضې پر شا یا هم په مکتوبي ډول مرافعه محکمې ته ډاډ ورکړئ.
نوموړي زیاته کړه، د ټولو تعزیري فیصلو کاپي باید مرافعه محکمې ته را ولېږل شي، تر څو موږ یې سترې محکمې ته ولېږو او په دې اړه د سترې محکمې محترم عالي مقام تائیدي ترلاسه کړو.
دغه راز هغه فیصلې چې نهايي شي، موضوع یې باید په ټاکلي وخت د حقوقو آمریت ته د اجرا په موخه ولېږل شي او د حقوقو آمریت مکلف دی چې په خپل وخت کې نهايي شوې فیصلې تطبیق کړي.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس وویل، د روژې مبارکه میاشت ده، له مراجعینو سره باید ښه سلوک وکړو او په ټاکلي وخت خپلو دندو ته حاضر شو.
 غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان مفتي عبدالغفار لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی