د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس ټینګار وکړ، چې له دې وروسته باید د هیئت هېڅ غړی غیرحاضر نه شي او د میاشتې لیدلو لپاره په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې حاضر وي؛ ځکه چې دا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) فرمان دی.
همدارنګه، د هیئت له غړو وغوښتل شول، چې په ولسوالیو کې خپلو اړوندو غړو ته د هیئت په غونډو او د میاشتې لیدلو په پروسه کې د منظم ګډون او پابندۍ په اړه لازمې لارښوونې وکړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ډاډ څرګند کړ، چې خپل مسئولیتونه به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

بیا په خبرونو کی