د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس خبرې وکړې وویل، ټول ملګري بايد خپل کارونه په اخلاص، ديانت او امانتدارۍ سره ترسره کړي، تر څو د خلکو موضوعاتو ته په ټاکلي وخت او شفاف ډول رسېدنه وشي، د موضوعاتو د حل په برخه کې د خنډ او ځنډ مخنیوی وشي او د ټولو ملګرو بايد سيرت او صورت د شريعت موافق وي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد مجلس ګډونوالو ته د يو شمېر موضوعاتو ترڅنګ زياته کړه، چې موږ او تاسو بايد د الله تعالی او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د اطاعت تر څنګ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) اطاعت په هر وخت کې په پوره معنی سره وکړو، فرامینو ته يې باید ژمن پاتې شو او په ځان يې عملي کړو، تر څو د دنيا او اخرت له عذاب څخه خلاص شو.
نوموړي زیاته کړه، زموږ صورت او سیرت باید له شریعت سره برابر وي، د محکمې له اجناسو او امکاناتو څخه باید په سمه توګه استفاده وکړو؛ ځکه دلته هر څه له موږ سره امانت دي، له خلکو سره باید ښه چلند وکړو، څو خلک زموږ له ښو اخلاقو څخه اغېزمن شي.
د مرافعه محکمې رئیس څرګنده کړه، چې د محاکمو قضائي او داري منسوبین باید په ټاکلي وخت او په پوره معنا خپلو دندو ته رسېدنه وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او چارې یې پر وخت ترسره شي او هېڅوک بې‌موجبه زیانمن نه شي.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص) په مشرۍ، د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس، امنیه قوماندان، د فرمانونو او حکمونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ اداري او قضائي غونډه وشوه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او غړو، د اختصاصي محکمې رئیس او غړو، د وثایقو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۹مه نېټه، د څو کورنیو ترمنځ د قتل دوه بېلا بېل موضوعات د سولې له لارې حل او. . .

بیا په خبرونو کی