د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د جمادی الآخرة میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په جریان کې د (۱۵۲) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي دي.
له دې جملې څخه (۱۴) د جزائي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۶) د تجارتي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۲۶) د مدني استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۹) د وثایقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۹) د متفرقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۴۳) د قضائي تفتیش د راپورونو په تړاو تدقیقي نظریات، (۱) د عارضینو د عرایضو پر وړاندې تدقیقي نظر، (۲۰) مکتوبي موضوعات او (۴) مستردي موضوعات شامل دي.
