د میدان وردګ ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سید رحیم الله (حکمت)؛ د جزا دېوان رئیس مولوي عبدالبصیر (اخندزاده) او د عامه امنين دېوان رئيس مولوي عبدالبصیر (عمري) په ملتيا، په ۱۴۴۶/۸/۵ هـ ق نېټه د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د ښاري محکمې رئيس د یاد محبس له آمرينو سره وکتل او د زندانيانو او متهمینو د ستونزو د حل په اړه يې تفصیلي خبرې ورسره وکړې.
ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د اړوند قضائي مسؤولینو څخه د بنديانو په تړاو هر اړخیز معلومات وغوښتل.
د ليدنې په پای کې د ښاري محکمې رئيس د بنديانو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او مسؤولینو ته يې د بنديانو د روزنې او اصلاح په اړه اړينې سپارښتنې وکړې.