د میدان وردګ ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۳۷
د میدان وردګ ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سید رحیم الله (حکمت)؛ د جزا دېوان رئیس مولوي عبدالبصیر (اخندزاده)  او د عامه امنين دېوان رئيس مولوي عبدالبصیر (عمري) په ملتيا، په ۱۴۴۶/۸/۵ هـ ق نېټه د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د ښاري محکمې رئيس د یاد محبس له آمرينو سره وکتل او د زندانيانو او متهمینو د ستونزو د حل په اړه يې تفصیلي خبرې ورسره وکړې.
ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د اړوند قضائي مسؤولینو څخه د بنديانو په تړاو هر اړخیز معلومات وغوښتل.
د ليدنې په پای کې د ښاري محکمې رئيس د بنديانو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او مسؤولینو ته يې د بنديانو د روزنې او اصلاح په اړه اړينې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی