د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد هيئت د محبس له مسؤولینو سره وکتل؛ ورپسې يې د ټولو بندیانو احوال واخیست او له هر بندي سره يې جلا جلا لیدنه وکړه.
یاد هيئت د ټولو بندیانو غوښتنې واورېدې؛ ډاډ يې ورکړ، چې ستاسو اړتیاوې به له اړوند مسؤولینو سره شریکې او له اصولو سره سم به ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۷۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۶۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۳/۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۷۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
 د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۶۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۶۷۰) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی