د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۲۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۳۳
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۲۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټې څخه تر ۱۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۷۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۳۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۸۱) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (۱۶۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۲۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټې څخه تر ۱۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱). . .

بیا په خبرونو کی