د هلمندولایت محاکمو په درېیو میاشتو کې د (۱۰۶۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۲۱۶) وثیقې هم اجراکړې
په دغه راپورکې له ۱۹ /۱۲ /۱۴۴۴څخه تر۴ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق د هلمند ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکموحقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي:
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه ربعه (درېیو میاشتو) کې د هلمند ولایت محاکمو ته ( ۹۰۶) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمیر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه ( ۲۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې ترکار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه ربعه (درېیو میاشتو) کې د هلمند ولایت محاکمو ته (۵۰۷) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یوشمیردوسیې موجودې اوتر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۴۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (۱۵۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي (۳۰۱ ) دوسیې فیصله شوې اوپاتې دوسیې ترکار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۱۲۱۶) بېلابېل وثایق هم اجرا شوې دي.